Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipisicing elit, sed do eiusmod tempor incididunt ut labore et dolore magna aliqua. Ut enim ad minim veniam, quis nostrud exercitation ullamco laboris nisi ut aliquip ex ea commodo consequat. Duis aute irure dolor in reprehenderit in voluptate velit esse cillum dolore eu fugiat nulla pariatur. Consectetur adipisicing elit, sed do eiusmod tempor incididunt ut labore et dolore magna aliqua.
د حصر وراثت وثیقه
:مهرباني وکړۍ د حصر وراثت په هکله لاندې معلومات او لارښوونې په دقت سره ولول
- .الف) د ملاقات وخت: د حصر وراثت د وثیقي غوښتوونکی باید مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي د ملاقات وخت ولري. سفارت هغه مراجعینو ته خدمات نه شی وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري
.د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې سفارت سره تماس ونیسی او یا دی پاڼې ته مراجعه وکړۍ - .ب) سفارت ته راتګ: وارث یا وارثان، دوه تنه شاهدان او درې تنه اقرار کوونکي ټول په ټاکل شوي وخت باید کنبرا کې د افغانستان سفارت ته راشي او دې سفارت ته د حصر وراثت د وثیقې فورمه او نور لازم اسناد وړاندې کړي
- .ج) د درخواستئ فورمه: د حصر وراثت در وثیقې غوښتوونکی باید د اړونده فورمه، چې په دې پاڼه کې قرار لري، تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو/دری ژبه د اړتیا وړ معلومات پکښې ولیکي
- .د) شاهدان، اقرار کوونکي او لازم اسناد: مهربانی وکړۍ لاندې معلومات په دقت سره ولولۍ او باید د اړتیا وړ اشخاص او اسناد په ټاکلي وخت سره افغانستان سفارت کې شتون ولري
- .لمړۍ – وارث یا وارثان: له وارثانو څخه لږ تر لږه یو تن باید د حصر وراثت د وثیقې د جوړولو پر مهال په سفارت کې د لاندې اسنادو سره حضور ولري
.وارث یا وارثان باید د حصر وراثت د سند د جوړولو په وخت کې د وفات شوي شخص (مور یا پلار) فوتي سند له ځان سره ولري. د فوتي سند څخه پرته حصر وراثت وثیقه نه جوړیږي -
.د پاسپورټ یوه رنگه کاپي (افغاني یا آسټرالیایي یا نیوزیلنډي) یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز یوه رنگه کاپی د دوه قطعی پاسپورت سایز عکسونو سره چې تازه اخیستل شوي وي - - .دوهم – اقرار کوونکي: درې تنه اقرار کوونکي (۱۸ کالو نه پورته) چې د وارثانو د کورنۍ سره بشپړ پېژنګلي ولري، د پاسپورټ، یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز د رنگه کاپي او دوه قطعې پاسپورت سایز عکسونو سره سفارت ته راشی
- دریم – شاهدان: دوه تنه شاهدان چې کیدای شي دوه تنه نارینه او یا څلور تنه ښځینه وي (۱۸ کالو نه پورته) د خپلو پاسپورټونو د رنگه کاپي (افغاني یا آسټرالیایي یا نیوزیلنډي) یا تذکرې رنگه کاپي او یا هم د موټر چلولو د جواز رنگه کاپی او دوه دوه قطعی پاسپورت سایز عکسونو سره چې تازه اخیستل شوي وي سفارت ته راشي
- هـ) محصول: د یوې حصر وراثت د وثیقي د جوړولو بیه ۳۲۵ آسټرالیایې ډالره دی. یاد شوی محصول یوازې د ډیبټ / کریډیټ کارت ماشین په کارولو سره په سفارت کې تادیه کیدای شي، کوم چې د اضافي محصول سره د ۵ اسټرالیایی ډالرو مقدار لپاره لیږدول کیږی. یوه حصر وراثت وثیقه معمولا شاوخوا درې اونۍ وخت نیسی. که تاسو عاجل وثیقه ته اړتیا لرئ، په اضافي لګښت تاسو کولی شئ یوازې په دوو کاري ورځو کې له سفارت څخه یوه حصر وراثت وثیقه ترلاسه کړئ. محصول د یوه فوری حصر وراثت وثیقه په دوه کاري ورځو کې د ۴۱۰ آسټرالیایې ډالره دي .
توضیحات
د حصر وراثت د سند د جوړولو لپاره لږ تر لږه د شپږو کسانو شتون حتمي او لازمي دي ( لږ تر لږه یو تن وارث + دوه تنه شاهدان + درې تنه اقرار کوونکی). مهرباني وکړۍ سفارت ته د راتګ پر مهال د پورته ذکر شویو لازمو اسنادو کاپۍ او عکسونه له ځان سره ولرۍ. قونسلی مراجعینو ته په سفارت کې د کاپي او چاپ کولو آسانتیا شتون نه لري
جرمی عدم مسؤلیت
:د عدم مسؤلیت دوه ډوله درخواست لیکونه په کنبرا کې د افغانستان د سفارت په واسطه اجرا کیږي
الف ـ د هغه افغان وګړو درخواست لیکونه چې په آسټرالیا یا نوي زیلانډ کې ژوند کوي، او
.ب ـ د هغه بهرنیو اتباعو درخواست لیکونه چې په آسټرالیا یا نوي زیلانډ کې ژوند کوي او افغانستان کې ژوند یا کار کول غواړي او یا یې کړی و
افغان وګړي
:لاندې معلومات او هدایات په دقت سره ولولئ
- .الف – د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُستې په واسطه تر سره کیدای شي
- ب – سفارت ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په کنبرا کې سفارت ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه سفارت ته لیږلای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ سفارت ته
.راولېږي - .ج– لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه سفارت ته راولیږي
- .درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او سفارت ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي، لکه: (الف) کوم خدمات غواړي، (ب) بشپړ شهرت لکه نوم، د پلار نوم، د زېږېدنې نېټه او ځای، (ج) اوسنۍ پته، (د) د اړیکې شمېره -
- .فورمه: درخواست کوونکی باید د جرمي عدم مسؤلیت فورمه، چې په دې پاڼه کې موجود دي، تر لاسه او په دواړو انګریزی او پښتو/دری ژبو یې په پوره دقت سره ډکه کړي -
- د ګوتو نشان: در خواست کوونکی باید په مخصوصه فورمه کې د خپلو ګوتو نشان ولګوي. مخصوصه فورمه له دې پاڼې څخه او یا د نږدې پولیس مرکز څخه لاس ته راوړلای شئ. د یادولو وړ ده چې درخواست کوونکي باید د خپلو ګوتو نشان -
یوازی د پولیسو په مرکز کې په تخنیکی شکل جوړ او فورمه ټاپه کړي. - .د پاسپوټ کاپي: د درخواست کوونکي د پاسپورت کاپي چې کیدای شي د افغانستان، آسټرالیا یا نوي زیلانډ وي -
- .د تذکرې کاپي -
- .د هستوګنځي د پتې تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره سفارت ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د آسټرالیا یا نوي زیلاند د موټر چلولو د جواز ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي -
- ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ: درخواست کوونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای سفارت ته واستوي. سفارت به له دې پاکټ نه په استفادې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر یا -
.طی مراحل شي، د درخواست کوونکی په پته آسټرالیا ته د پُست په واسطه ولېږي. درخواست کوونکی باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره(ترکینګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د سفارت څخه تر خپل کور پورې خپل اسناد تعقیب کړای شي - .هـ – محصول: سفارت د یوه جرمي عدم مسؤلیت در طی مراحل او صادرولو په مقابل کې ۱۰۰ آسټرالیایې ډالره محصول اخلي. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د سفارت په ویب پاڼه کې وجود لری. محصول د کریډیټ کارټ په واسطه سفارت سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول سفارت کې د .بانکي کارتونو په کارولو او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې سفارت په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د .پُستې په واسطه دې نغدې پیسې او یا منی آردر نه رالیږي
- یادداشت
- د ا.ا.ج. سفارت د جرمي عدم مسولیت سند جوړوي او د هغه خالی ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي مخکې نه سفارت ته رالېږلی وو، د درخواست کوونکي په پته (آسټرالیا کې د ننه) لېږل کیږي. (بنأ، دا ډیره مهمه ده چې هر درخواست کوونکی د خپلو اسنادو سره یو خالي ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ کښېږدي او سفارت ته یې راولېږي)
په نوي زیلانډ کې میشت درخواست کوونکي: په یاد ولری چې د نوي زیلانډ درخواست ورکوونکي باید د سفارت څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. د نوي زیلانډ اوسیدوونکو ته د هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو په صورت کې د سفارت له خوا خبر ورکول کیږي تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د سفارت نه واخلي. پُستي شرکتونه د سفارت څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۱۲:۰۰ پورې (پرته د رخصتۍ څخه) اخیستلای شي
وکالتنامه
:مهرباني وکړۍ لاندې معلومات په دقت سره ولولۍ
- .د ملاقات وخت: دوکالتنامې غوښتوونکي مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي، باید د ملاقات وخت ولري. سفارت هغه مراجعینو ته خدمات نه شي وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري
.د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې سفارت سره تماس ونیسی او یا دې پاڼې ته مراجعه وکړۍ - .سفارت ته راتګ: ټول متقاضیان د وکالتنامې د جوړولو لپاره، د خپلو شاهدانو سره، باید کنبرا کې د افغانستان سفارت ته راشي او دې سفارت ته لازم اسناد وړاندې کړي
- .د درخواستۍ فورمه: درخواست کوونکي باید د درخواستۍ فورمه له دې پاڼې څخه تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو ژبه یې ډکه کړي. د معلوماتو د لیکنې په وخت باید ډیره پاملرنه وشي
- .د ضرورت وړ اسناد او شاهدان: افغانستان سفارت ته د راتګ څخه د مخه، د وکالتنامې د ضرورت په اساس، اسناد ترتیب او شاهدان له ځان سره ولرۍ. دا برخه په دقت ولولۍ
- :الف- د نکاح نامې لپاره د وکالتنامې جوړول
- لمړۍ – د افغانستان سفارت نکاح نامه نه جوړوي. د نکاح نامې د اخیستلو لپاره سفارت کې وکالتنامه جوړیږي او باید یو د زوجینو څخه (ښځه یا خاوند) چې په آسترالیا یا نوي زیلاند کې اوسېږي په سفارت کې د شاهدانو
.او اړوند اسنادو سره حضور ولري. اړوند اسناد په لاندې ډول دي - .دیو درخواست لیک چې پکښې د زوجین (ښځه او خاوند) بشپړ شهرت، د واده تاریخ او د واده ځای لیکل شوی وي -
.د وکالتنامې د جوړوونکي (موکل) او د هغوی د ښځې یا خاوند د تذکرې یا پاسپورټ کاپي -
.د وکالتنامې د جوړوونکي (موکل) دوه قطعې پاسپورټ سایز نوي اخیستل شوي عکسونه -
.د وکیل د تذکرې کاپي او یو قطعه عکس - - ،دوهم – دوه تنه نارینه یا څلور تنه ښځینه شاهدان (د ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لروونکي) د هغوی د تذکرې یا پاسپورټ (افغانی، آسترالیایې او یا نیوزیلاندي) او یا د موټر چلولو جواز(آسټرالیا یا نوي زیلانډ) کاپي
.د یو قطعه پاسپورټ سایز عکس سره چې نوی اخیستل شوی وي سفارت ته راشي - :ب- د وکالتنامو نور ډولونه
- لمړۍ – د وکالتنامې د جوړولو په وخت کې چې د هر هدف لپاره وي موکلین باید د (۱) تذکرې یا پاسپورټ کاپي، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي، او (۳) یو قطعه عکس چې نوی اخیستل شوی وي، په خپل ټاکل شوي وخت باندې
.سره د شاهدانو سفارت ته راشي - .دوهم- دوه تنه شاهدان د (۱) پاسپورټونو ( افغاني، آسترالیایي یا نیوزیلنډي) او یا تذکرو د کاپۍ، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي او (۳) یو یو قطعه عکس سره چې په نږدې وخت کې اخیستل شوی وي سفارت ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شي
- .دریم- وکیل : موکل یا موکلین د خپل وکیل د تذکرې یا پاسپورټ کاپی او یو قطعه عکس چې تازه اخیستل شوی وي باید له ځان سره ولري
- ج- د جایداد په اړه وکالتنامه: که چیرته وکالتنامه د جایداد په اړه وي او ملکیت هم میراثي وي نو درخواست کوونکي (موکل یا موکلین) باید د حصر وراثت د وثیقې کاپي له ځان سره ولري. د قبالې او یا د ملکیت د سند د کاپي شتون، که ملکیت
.شخصی وي او که میراثي، مهم دی - محصول: د یوې وکالتنامې د جوړولو بیه ۳۲۵ آسټرالیایې ډالره دی. یاد شوی محصول یوازې د ډیبټ / کریډیټ کارت ماشین په کارولو سره په سفارت کې تادیه کیدای شي، کوم چې د اضافي محصول سره د ۵ اسټرالیایی ډالرو مقدار لپاره لیږدول کیږی. یوه وکالتنامه معمولا شاوخوا درې اونۍ وخت نیسی. که تاسو عاجل وکالتنامی ته اړتیا لرئ، په اضافي لګښت تاسو کولی شئ یوازې په دوو کاري ورځو کې له سفارت څخه یوه وکالتنامه ترلاسه کړئ. محصول د یوه فوری وکالتنامی په دوه کاري ورځو کې د ۴۱۰ آسټرالیایې ډالره دی.
.نوت: مهرباني وکړۍ لازم اسناد سفارت ته د راتګ پر مهال له ځان سره ولرۍ. د افغانستان سفارت د قونسلي مراجعینو لپاره د چاپ او کاپي کولو امکانات نه لري