:د هویت د تثبیت پروسه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د هغو افغانانو د ستونزو د حل په موخه چې له ډېرو کلونو راهیسې آسترالیا، نیوزیلنډ او فیجي ته کډوال شوي او د هویت اسناد او تذکرې نه لري او یا یې تذکرې تا‌ئید ته اړتیا لري، کولای شي د سفارت قونسلی څانګې ته د هویت د تثبیت لپاره خپل غوښتنلیک ولیږي. د هویت سند د ترلاسه کولو لپاره، معزز غوښتونکي کولی شي د لاندې کړنلارې سره سم سفارت ته خپل غوښتنلیک واستوي 

:د پیژند پاڼي یا د تثبیت هویت لپاره اړین شرایط او اسناد
،الف - د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت ته مفصل او مشرح غوښتنلیک لیږل. غوښتنلیک باید د غوښتونکي په هکله د مسافرت او په تیرو کلونو کې د پیژندنې اسنادو د نه ترلاسه کولو روښانه دلیلونه ولری
،ب - د افغاني اسنادو لکه تذکره، پاسپورټ، د ښوونځي یا پوهنتون سند، نور تعلیمي اسناد او د موټر چلولو جواز چې له افغانستان څخه صادر شوی وي، رنګه کاپي لیږل
،ج - د اوسني استوګنې یا اقامت د اسنادو لکه پاسپورټ، د سفر سند یا تراول داکومنت موټر چلولو جواز او د استوګنې هیواد ویزې، رنګه کاپي لیږل
،د - د ضمانت خط فورمې خانه پوری او د تضمین کوونکو د امضا‌ء او ګوتو د نښو وروسته د فورمې لیږل
،هـ غوښتونکي کولای شي د ضمانت خط فورمه د دې پاڼې د لاندنی برخې څخه ترلاسه کړئ
،و - ټول پورته اسناد باید جی پی چی کاپی مطابق د اصل د تصدیق شي. هغه اسناد چې بیله جی پی، کاپی مطابق د اصل، سفارت ته ولیږل شي د اجرا وړ ندی
،ز - پورتني ټول اسناد د پوست له لارې د سفارت پوستي آدرس ته واستوئ. د آسترالیا اوسیدونکي کولای شي خپل اسناد د آسترالیا پُست له لاري ولیږي
.ح - د اضافي پوستي پاکټ لیږل

:د اسنادو د اجرأ پروسه
،الف - سفارت ته د غوښتونکي د اسنادو د رسیدلو سره سم، اسناد کتل کیږې او غوښتونکو ته د حضوري مرکې لپاره وخت ورکول کیږي
،ب - د غوښتونکي او دوه تضمین کوونکو سره مرکه. غوښتونکی او دوه تنه تضمین کوونکي چې ترجیحا د هغه ولایت، ولسوالی او کلي وي چې غوښتنوکی ورسره تړاو لري، پر ټاکل شوې نیټه او وخت چې له وړاندي تنظیم شوی سفارت ته د مرکې لپاره حاضر شي
،ج - غوښتونکی باید ټول اصلي اسناد له ځانه سره ولرئ چې مخکي يې کاپي سفارت ته لیږلي
.د - د مرکې پایله په دوو کاري ورځو کې وروستۍ او غوښتونکي ته خبر ورکول کيږي

:محصول
.په هغه صورت کي چې غوښتونکی د افغانستان تبعه تثبیت شي، هغه ته د هویت تثبیت پاڼه د ۲۵۰ آسټرالیايې ډالره محصول او 5 ډالره د ایفپاس، ټوله د 255 آسټرالیایې ډالرو په بدل کې صادریږي. محصول د ایفپاس له لارې اخیستل کیږي. سفارت د فزیکي پیسو یا منی آردر له اخیستلو معذرت غواړي

فورمه ضمانت خط را از اینجا اخذ نمایید
د ضمانت خط فورمه د دغه برخې څخه ترلاسه کړئ
Access Guarantor's Form for Verification of Identity 

 DOWNLOAD